هند، د حجاب په ستونزه 400 انجونو زده كړی پرېښودې

ممبئۍ 25 مارچ (اے پي پي) د هند په کرناټك رياست كښې په حجاب د بندېز په ضد په احتجاجي توګه تر دې دمه 400 انجونو زده كړې له لاسه وركړې دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د حجاب عظمت په ځائ ساتلو لپاره د خپلې زده كړې ترك كوٶنكو انجونو وئيلي دي چې مونږ د دې په خاطر خپل سباٶن په داٶ لګولې شؤ۔ سينئر هندي سياسي لارښود او د وي كے انګلش سكول چيئرمين وکيل خان په دې لړ كښې وئيلي چې د داسې زده كوٶنكو انجونو بايد ډاډګيرنه وكړې شي۔