په مكه مكرمه كښې به فلاحي تنظيم روزانه د افطاري 30 زره پاكټونه تقسيموي

مکه مکرمه ۔ 25 مارچ(اے پی پی)په مكه مكرمه كښې فلاحي تنظيم عطا وئيلي دي چې د رمضان مباركې مياشتې په مهال به روزانه د افطاري 30 زره پاكټونه وېشلې شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د فلاحي تنظيم اېګزېكټو ډائرېكټر بدر الصېعري ووئيل چې د كورونا وائرس د وبا دلاسه د ځنډولې شوي افطار دسترخوان په بيا بحالۍ راته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل د روژې مباركې مياشتې په مهال به روزانه د افطاري 30 زره پاكټونه وېشلې شي۔ ده ووئيل په دې مباركه مياشتې كښې به د افطار دسترخوان بحالۍ سره د خېر دروازې پرانستلې شي او په مكه مكرمه كښې د روژه دارو د خذمت كولو زرينه موقعه به ترلاسه شي۔