مدینه منورہ۔25مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان د امن او سلامتيا ادارې مرستيال سكېتر سعود الصاعدي وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې لپاره په مسجد نبوي كښې تياريانې پېل شوي دي۔ د سعودي خپرونې ادارې له مخې ده په مسجد نبوي كښې د روژې مباركې مياشتې تياريانو په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل په دې مهال به زائرين مسجد نبوي ته د 55 دروازو د لارې راتللې شي ٬ دوئي لپاره به 8 برقي پوړۍ پرانستلې وې او مېرمنو لپاره په 6 مخصوص ځايونو شپږ دروازې بېلې كړې شوي دي۔ ده ووئيل 4300 وګړو ته به خصوصي كارډ جاري كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د ادارې ټول اهلكار به مسجد نبوي ته لمونځ او زيارت لپاره راتلونكو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له چمتو وي