
اسلام آباد 25 مئي(اے پي پي)د پاکستان چین اړيكې د نړۍ په سفارتي تاريخ كښې ځانګړې حېثيت لري٬ د پاك چين اړيكې د مينې ٬ خلوس ٬ شريك سوله ايز سباٶن او د باور په خپلولۍ اډاڼه دي٬ پاك چين اقتصادي لارې د لسيزو ستراتېژكې اړيكې په جيو اكنامك پارټنر شپ بدلې كړې٬ تر كال 2030 به په سلګونو اربه ډالرو بېلا بېلې منصوبې پاكستان كښې پېل شي٬ د بده مرغه تېرو حكومتونو دا اړيكې د هېواد معاشي مفاداتو له نه دي كارولې او د نړۍ نورو لويو قواؤ سره ستراتېژكې الائنس كښې په شاملېدو ئې هېواد ته زيان رسولے ٶ٬ تر كال 2030 به په سلګونو اربه ډالرو بېلا بېلې منصوبې پاكستان كښې پېل شي ۔د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ كمېسون ذريعو اے پي پي ته ووئيل د اقتصادي لارې په بېلا بېلو منصوبو په تندۍ سره كار روان دے٬