
نوې ډيلې۔ 23مارچ (اے پی پی) په افغانستان كښې د طالبانو د اقتدار سنبالولو نه وروستو د هند لخوا د افغان حكومت تر دې دمه د نه تسليمېدو له كبله په هندي پوهنتونونو كښې افغان زده كوؤنكي د خپلو زده كړو پايې ته رسولو له وېزې ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ شوې دي۔ بل اړخ ته افغان سفارت او د تعليم وزارت لخوا د دې انجونو د وېزې مسئله حل كولو له هڅې روانې دي۔ د المان خپرونې ادارې لمخې په نوې ډيلي كښې د افغان سفارت د شمېرو له مخې په هندي پوهنتونونو كښې دا مهال 13زره افغان زده كوؤنكي زده كړې ترلاسه كوي۔ په نوې ډيلي كښې د افغان سفارت وياند عبد الحق آزاد ووئيل چې د تېرو 16 كلونو په مهال په هند كښې 60 زره نه زياتو افغان زده كوؤو خپلې زده كړې ترسره كړې۔ ده ووئيل مونږ د دې مسئلې حل كولو له هندي حكومت او هندي پوهنتونونو سره رابطه كښې يؤ۔ په دې اړه د افغانستان د تعليم وزارت وياند مولوي احمد تقي ووئيل د افغان زده كوؤنكو د سختو حالاتو ذمه وار طالبان نه دي٬ امارات اسلامي د دې مسئلو سبب نه دې بلكې د دې سبب نور هېوادونه دي۔ ده ووئيل د دې باوجود ددې كوم بل فوري حل لټولو له هڅې كوؤ