د كويت امير د امارات قیادت سره ملاقات نه پس هېواد ته لاړو

دبئۍ 08 جون (اے پی پی) د خلیجی ریاست قطر او نورو ګاونډي هېوادوانو ترمينځه رامخې ته شوي سفارتی بحران حل په لړ كښې د كويت امیر الشیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د متحدہ عرب امارات قیادت سره ملاقات نه پس خپل هېواد ته لاړو۔ د عرب خبررسنې ادارې له مخې د كويت امیر تيره ورځ د امارات دوهم وزیراعظم او د دبئۍ حاکم الشیخ محمد بن راشد آل مکتوم، د ابو ظهبی ولی عهد او د وسله وال ځواك دوهم کمانډر ان چیف الشیخ محمد بن زاید آلنهیان او نورو لارښودو سره تفصیلی خبرې اترې كړي۔ د ابو ظهبی حکومت يو چارواكي ميډيا ته ووئيل قطر او نورو هېوادونو ترمينځه مفاهمت له د كويت امیر هلې ځلې د ستائنې وړ دي خو متحدہ عرب امارات امیر کویت له هغه ځواب وركړې كوم چې دې نه وړاندې د سعودی عرب حکومت د اړخه ده له وركړې شوې وو