كامسټيك او د روسيې د مرستې ايجنسي به د او آئي سي په هېوادونو كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ لپاره د 5 نه تر لس كاله د مرستې پروګرام تياروي

اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) كامسټيك او د روسيې د مرستې ايجنسي به د او آئي سي په هېوادونو كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ لپاره د 5 نه تر لس كاله د مرستې پروګرام تياروي۔په دې خبره اتفاق د كامسټيك كوآرډينټر جنرل پروفيسر ډاكټر اېم اقبال چوهدري او په او آئي سي كښې د روسيې مستقل استازي رمضان عبدالطيف او په پاكستان كښې د روسيې سفير ډينيلا ګانج ترمينځه د ګل په ورځ د ملاقات په مهال شوې۔د دې پروګرام د لارې به د روسي د مرستې ايجنسۍ او د او آئي سي د غړو هېوادونو ترمينځه د روابطو په زياتېدو كښې مرسته وشي۔په دې خبره هم اتفاق شوې چې د سكالر پروګرامونو تبادله به كولې شي