د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف سره د نائيجېريا د دفاع وزير په مشرۍ كښې پنځه كسيزه پلاوي وليدل

APP27-180322 ISLAMABAD: March 18 - 5 Member delegation headed by Minister for Defence of Nigeria, Major General Bashir Salihi Magashi (Retired) called on National Security Advisor, Dr. Moeed Yusuf at his office. APP

اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف سره د نائيجېريا د دفاع وزير میجر جنرل بشیر صالحی مګاشی (ر) په مشرۍ كښې پنځه كسيزه پلاوي د هغه په دفتر كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬امنيتي او هوا بازۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې په دې موقع ډاكټر معيد يوسف ووئيل چې د پاكستان او نائيجېريا ترمينځه په سفارتي او عسكري محاذونو قوي اړيكې دي۔دواړه هېوادونه په ټولو نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې دواړو هېوادونو له تجارتي او اقتصادي اړيكې لا زياتولو ضرورت دې