وزيراعظم عمران خان په اسلامو فوبيا د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني كړې٬سندھ هاؤس د ضمير خرڅونكو مركز جوړ شوې٬وفادارۍ بدلولو لپاره پيسه د كوم ځاې څخه راځي؟۔د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد پرېس كنفرنس

اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی)د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان په اسلامو فوبيا د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني كړې٬سندھ هاؤس د ضمير خرڅونكو مركز جوړ شوې٬وفادارۍ بدلولو لپاره پيسه د كوم ځاې څخه راځي؟٬دواړو سياسي كورنيو د پاكستان اولس وينه څښكلو سره په بهرني هېواد كښې جائيدادونه جوړ كړي۔د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ كښې د اسلامو فوبيا په ضد قرارداد منظور كړې شوے كوم چې او آئي سي وړاندې كړې او پاكستان متعارف كړې٬د ملګرو ملتونو لخوا د اسلامو فوبيا په ضد د مارچ 15مه نېټه نړيواله ورځ ګرځول د وزيراعظم عمران خان او د پاكستان تاريخي كاميابي ده په كومه چې قوم او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كوم او اسلامي نړۍ هم دوزيراعظم سره د تشكر څرګندونه كوي۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په اسلامو فوبيا د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني كړې٬سندھ هاؤس د ضمير خرڅونكو مركز جوړ شوې٬وفادارۍ بدلولو لپاره پيسه د كوم ځاې څخه راځي۔