سندھ هاٶس كښې چې څه كېږي ھغه د ميثاق جمهوريت د روح منافي دي، نن د 90 د لسيزې سياست بيا روان دے۔ مخدوم شاه محمود قريشي

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې سندھ هاٶس كښې چې څه كېږي ھغه د ميثاق جمهوريت د روح منافي دي، نن د 90 د لسيزې سياست بيا كېږي،د پارلمان د محافظانو د لاسه كه پارلمان ته زيان رسي نو هم دا به وائي چې كور ته اور ولګېدو د كور د چراغه۔ د جمعې په ورځ د هېواد په سياسي وضعه خپل بيان كښې ده ووئيل هر غړې د عزت لرونكو كسانو څخه اخستې شوې دې او ھغه د خپل ضمير له مخئ د خپلې پرېكړې پابند دے٬ هر كس له به دې وړاندې دا توقعات په ذهن كښې وساتي كوم چې د حلقے اولس د منتخب كېدو په وخت تاسو سره تړلے دي۔ شاه محمود قرېشي هند تر اوسه د دې “حادثاتي ميزائل فائر” د تسلۍ وړ ځواب نه دې راكړې٬ د افغانستان صورتحال د ټولو په وړاندې دې ٬ په يوکرائن كښې د زيات شوي اړي ګړي له امله د تېلو بيعه كښې اضافه روانه ده ٬ چې ورسره به په معيشت بوجه لا زيات شي٬ په دې حالاتو كښې غېر يقيني صورتحال پېدا كول٬ د جمهوريت په مفادو كښې دې او نه د معيشت په مفادو كښې دې او نه د پاكستان د اولس په ګټه دے٬ ده ووئيل كوم كسان چې د اقتدار په هوس كښې هېواد كښې غېر يقيني صورتحال پېدا كوي دوي له پخپلې پرېكړې نظر ثاني پكار ده