د تجارتي هلو ځلو زياتولو لپاره د ټېكنالوجۍ زيات استعمال ضروري دے، د صنعت کارو په مشاورت د ټيکسټائل انډسټرۍ بحالي ممکن كېدې شي ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د “آسان کاروبار پروګرام” لانچنګ دستورې ته وېنا

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) صدرِ مملکت ډاکټر عارف علوي د سرمايه کارۍ ودې او تجارتي هلې ځلې زياتولو لپاره په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او د اصلاحاتو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي چې د تجارتي هلو ځلو زياتولو لپاره د ټېكنالوجۍ زيات استعمال ضروري دے، د صنعت کارو په مشاورت د ټيکسټائل انډسټرۍ بحالي ممکن كېدې شي٬ صدر ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د “آسان کاروبار پروګرام” لانچنګ دستورې خپلې وېنا كښې وكړه د كومې تابيا چې د بورډ آف انوسمنټ د تجارت وزارت په اشتراك سره كړې وه۔ په دستوره كښې تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د بورډ آف انوسټمنټ چيئرمين محمد اظفر احسن، غېر ملكي سفيرانو، د تجارانو تنظيمونو نمائندګانو او لوړ پورو ګدون وكړو۔ صدر مملکت ووېيل په هېواد كښئ د سرماي كارۍ ودې لپاره آسانۍ پېدا كوٶ، دې سره ب په هېواد كښې د روزګار موقعې پېدا شي ۔ ډاکټر عارف علوي په دې موقع د كاروبار په اړه د پورټل د اجراء ستائنه كوول سره ووئيل دې سره به اړوند كسانو ته په پاكستان كښې د تجارت پحقله خبرتيا ترلاسه شي۔ د دستورې په تابيا كولو بورډ آف انوسټمنټ او نورو ادارو له مباركي وركولو سره ده ووئيل د قامونو اصلاحاتو سره ترقي كېږي ۔ ده ووئيل مېرمنې هم په ډيجيټل سېكټر كښې شاملوٶ۔ صدر مملکت ووئيل صوبائي واكمنو په دې منصوبې عملدرآمد لپاره بورډ آف انوسټمنټ سره بشپړه مرسته كړې ده كوم چې د ستائنې وړ اقدام دے۔ د دې نه وراندې صدر مملکت د بورډ آف انوسټمنټ د بزنس پورټل پرانسته وكړه او د ځانګړې كاركردګۍ په مظاهره كولو ئې چارواكو ته سندونه هم وركړل