حکومت كورونا كېسونو كښې د پرله پسې كمي له امله بنديزونه ختم كړل۔ اسد عمر

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې په كورونا كېسونو كښې د پرله پسې كمي له امله د بنديزونو ختمولو اعلان كړے دے۔ د شورو په ورځ په اېن سي او سي كښې صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل ګرد هېواد كښې د كرونا پحقله ټول بنديزونه ختم كړې شوې دي خو د واكسېن لګولو بنديزونه په ځايې وي۔ ده ووئيل د كرونا د مثبت كېسونو شرح كښې كمې ليدلې شوې دې او روغتون ته د راتلونكو رانځورانو شمېره هم كمه شوې ده۔ ده ووئيل پاكستان چې په كوم ډول د لويې څښتن په فضل د كورونا وباء مخنيوي لپاره اقدامات كړي ګردې نړۍ ئې ستائنه كړه ده٬ ګرد هېواد كښې د 70 فيصده كسانو واكسينېشن شوې دي۔ ده اولس خبردار كولو سره ووئيل چې بنديزونه ختم كړې شوې دي خو كورونا اوس هم په بشپړه توګه ختمه نه ده٬ د واكسين لګولو پابندي به په ځائ وي۔ ده ووئيل د اېن سي او سي په هداياتو تر ډېره حده عمل شوې دې او اوس سوچ او پوهې سره د معمول ژوند پلو د تللو پرېكړه شوې ده۔