ختيز يوكرېن كښې په نښتو كښې 7 عسكر وژل شول

کېف ۔ 25 مئی (اے پی پی) ختيز يوكرېن كښې په رامخې ته شويو تازه نښتو كښې د يوكرېن 7 عسكر وژلې شوي دي۔ د يوكرېن د قامي دفاعي او سېكورټي كونسل سېكتر الېکزنډر تورچینوف يو بيان كښې وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال د مخالفيونو په ډزو 7 يوكرېني عسكر وژلې شوي دې ۔ بيان كښې وئيلي شوي د دې بريد په نتيجه كښې 9 نور يوكرېني عسكر ژوبل شوي هم دي۔ د يوكرېن حكومت وئيلي په كال 2016ﺀ كښې په وړومبي ځل داسې پېښه رامخې ته شوې چې په يوه ورځ د يوكرېن 7 عسكر وژلې شوي دي۔