پاكستان تحريك انصاف د اپوزېشن منفي سياست ته په هر ډګر ماتې وړكړې ٬د عدم اعتماد تحريك كښې به اپوزېشن ماتې سره مخ كېږي۔وفاقي وزير مراد سعيد پرېس كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي(د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزوير مراد سعيد وئېلي دي پاكستان تحريك انصاف د اپوزېشن منفي سياست ته په هر ډګر ماتې وړكړې ٬د عدم اعتماد تحريك كښې به اپوزېشن ماتې سره مخ كېږي بلكې د هغوي منفي سوچ به هم بې نقابه شي۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د اپوزېشن منفي سياست ته په هر ډګر ماتې وړكړې۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په پارليمان كښې د فنانشل ايكشن ټاسك فورس په اړه د قانون سازۍ پشمول په پارليمان كښې په ټولو امتحاناتو كښې كامياب شوے۔ده د اپوزېشن لارښودو په بيانونو خپل غبرګون كښې ووئيل پي ټي آئي په ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې په اوسنو ټاكنو كښې هم اپوزېشن ګوندونو ته ماتې وركرې ۔ده ووئيل د اپوزېشن مشرانو وېناګانې هم ټوقې شوي ۔ده ووئيل د حكومت لخوا د اعلان شوي رېليف پیكج په سبب اپوزېشن پرېشانۍ سره مخ دے او دغه وجه ده چې هغوي اولس دوست حكومت باندې تنقيد پېل كړے٬ ده ووئېل اوس د اپوزېشن بيانيه بدله شوې او وئېلې شي چې وزيراعظم عمران خان د هېواد د خپلواكۍ خبره ولې كړې؟۔