
اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ډاكوانو ګلدسته او د غلو ټولګے چې څه كول غواړي ودې كړي زه تيار يم، کپتان چې كله لوبه كوي نو د مخالف تر مخه ئې د هر څيز منصوبه بندي كړې وي، د 25 كالو راهسې د ټولنې د بې وسه طبقې حقونو او انصاف لپاره جهاد كوم٬ لوي څښتن به ما په دې كښې كاميابوي٬ تر څو چې ژوندے يم بلېك مېلنګ كوٶنكو ته به اېن آر او نه وركم٬ زمونږ حكومت مېرمنې د ووټ لپاره نه بلكې د زړه د كومي د عملي اقداماتو د لارې د هغوي واك اختيار له هڅې كړې٬ مېرمنو ته په وراثت كښې د حق وركولو لپاره مو قانون سازي كړې٬ د احساس پروګرام له مخې تر اوسه 500 اربه روپۍ وېشلې شوي چې پكښې 98 فيصده د مېرمنو د لارې وركړې شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په فاطمه جناح يونيورسټۍ كښې د “مېرمنو نړيوالې ورځ” په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كله چې تاريخ ليكلے كېږي نو دا به ليكلے شي چې كوم حكومت مېرمنې ووټ لپاره نه بلكې د زړه نه اختيار مندې جوړولو لپاره هڅې كړې٬ دا زمونږ حكومت دے ، لوي څښتن انسان زمكې ته انصاف لپاره رالېږلے او دې ته ئې د عبادت رتبه وركړې ، ده ووئېل زمونږ خوږ نبيۖ 1500 كاله وړاندې د وراثت حقونه وركړي او په اروپا كښې د كال 1920 څخه مېرمنو ته حقونه ترلاسه كېدل پېل شوي ٬ د دې باوجود پاكستان كښې مېرمنې د خپلو حقونو څخه محرومې ساتلې شي، ده ووئېل په پسمانده سيمو كښې دوي ته په جائيداد كښې د برخې وركولو بيخي تصور نشته٬ دا روايت د هند نه راغلے چرته چې به مېرمنې د خاوند په مرګ هم ھغه سره ستي كولې شوې۔ وزيراعظم ووئيل حکومت مېرمنو ته د وراثتي حقونو تحفظ لپاره قانون جوړ كړے ٬ اوس د دې نافذ د ټولې معاشرې ذمه واري ده، بېورو كرېسي هم په دې كښې مهم كردار لري او استاذانو له به هم په دې لړ كښې شعور بېدارول وي۔ ده ووئيل حكومت به د طلاق په صورت د مېرمنو د حقونو تحفظ باوري كولو لپاره هم اقدامات كوي، د مېرمنو تعليم ته به خاص پام كول وي۔ وزيراعظم ووئيل زما په كاميابۍ كښې زما د مور كردار مهم دے چا چې د تعليم لرلو له امله زما تعليم ته پام لرنه كړې ۔ ده ووئيل كله چې يو ماشومه لوسته وي نو ورسره ټوله كورنۍ تعليم يافته شي۔ وزيراعظم ووئيل د مېرمنو د تعليم نه غېر يوه ټولنه ترقي نشتي كولې٬ ده ووئېل حضرت محمدۖ د مدينې رياست بنياد د قانون په حكمرانۍ اېښودے ٶ، پاکستان يوازنے هېواد دے كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوے ٬ د علامه اقبال دا ارمان ٶ چې پاكستان نړۍ لپاره يو مثال جوړ شي ۔ ده ووئيل د مدينې په رياست كښې طاقتور د قانون تابع كړے شوے۔ وزيراعظم ووئيل طاقت ور په غلا كولو لندن كښې ماڼۍ اخلي او پرانستې تڼۍ ګرځي خو كوچني غلاګر په زندان كښې اچولې كېږي، ده ووئېل كومې ټولنې چې كرپشن بد كار نه ګڼي ھغوي د زوال سره مخ كېږي او خلق ئې محنت كول پرېږدي، ځكه چې كه په غلا پېسه ګټلې شي نو د خوارۍ څخه ضرورت دے ۔ وزيراعظم ووئيل چين 450 وزيران په كرپشن زندان كښې اچولي ځكه ئې پرمختګ كړے٬ مونږ به د خپلو حقونو جنګ كوٶ۔ په ېد مهال دستورې ته وفاقي وزيرانو شېخ رشيد احمد او فروغ نسيم او نه علاوه د قانون پارلماني سېكرترې مليكه بخاري هم وېنا وكړه