د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف ترمېنځه ټيليفوني رابطه، په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د يوكرېن او روسيې ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې د ملګرو ملتونو د چارټر د بنيادي اصولو له مخې كمي راوستلو ، د ګڼ اړخيزه لوظنامو، د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د شخړې د سفارتي حل ضرورت دے، هيله ده چې د روسيې او يوكرېن ترمېنځه پېل شوي مذاكرات به د سفارتي حل په لټونو كښې كامياب شي. د خالي په ورځ د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره خارجه وزير شاه محمود قريشي په ټيليفون خبرې وكړې. په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې اترې وشوې. د وزيراعظم د روسيې اوسنې دورې حواله وركولو سره دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اېجنډا او د افغانستان پشمول د منطقې په مهمو موضوعاتو تفصيلي خبرې وكړې. د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف د مارچ په 4مه نېټه كال 2022م كښې په پېښور كښې د ترهګرې په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د روسيې لخوا د هر ډول ترهګرې په غندنه زور راوړو. دواړو خارجه وزيرانو په افغانستان كښې د امن او استحكام شريكو اهدافو لپاره په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي د يوكرېن په تازه صورتحال د پاكستان د اندېښنې حواله وركولو سره د ملګرو ملتونو د چارټر د بنيادي اصولو له مخې د تاٶ تريخوالي د كمولو په ضرورت زور راوړو. خارجه وزير د روسيې خارجه وزير د شخړې سوله ايز حل لپاره د يوكرېن، پولېنډ، رومانيه او هنګري خارجه وزيرانو او د اروپائي اېتلاف د خارجه چارو اعلٰی استازي سره د شويو ټيليفوني رابطو نه خبر كړو. ده ووئيل چې هيله ده چې د روسيې او يوكرېن ترمېنځه پېل شوي مذاكرات به د سفارتي حل په لټونو كښې كامياب شي. د روسيې خارجه مخدوم شاه محمود قريشي په صورتحال د روسيې د نظر څخه خبر كړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د يوكرېن څخه د پاكستاني وګړو محفوظ او زر راستنېدل د حكومت وړومبې ترجيح ده ، په دې لړ كښې د روسيې حكومت ته د مرستې او اسانيې وركولو خواست دے. د روسيې خارجه وزير د پاكستاني وګړو محفوظ انخلا په اړه د مكمل مرستې باور وركړو. دواړو خارجه وزيرانو په بدلېدونكي صورتحال د رابطې په جاري ساتلو اتفاق وكړو.