پېښور ۔26 فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان وئيلي دي زده كړو ته وده له اولې ورځې څخه د پاكستان تحريك انصاف حكومت په ترجيحاتو كښې تر ټولو وړومبۍ پاتې شوې ده٬ پي ټي آئي حكومت په صوبه كښې اقتدار ترلاسه كولو سره سمدستي تعليمي اېمرجنسي نافذ كړه چې ورسره د زده كړو څانګې لا مستحكمولو له د ګامونو پورته كولو لړۍ پېل شوه چې په نتيجه كښې ئې په صوبه كښې د سركاري سكولونو معيار ښه شو او په سركاري تعليمي ادارو د اولس باور بحال شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ګېرېژن كېډت كالج كوهاټ كښې د مور پلار كلنې ورځې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په هېواد كښې د زده كړو يو ډول نصاب كرېډټ وزيراعظم عمران خان ته ځي چې ورسره به د مالدار او بې وزله خلكو ترمينځه فرق ختم شي۔ هغه ووئيل ځوانان د موجوده حكومت د ترجيحاتو محور دي۔ صوبائي حكومت ځوانانو ته د انفارمېشن اېنډ کمیونیکېشن ټیکنالوجی په څانګه كښې د نړيوال معيار تربيه وركولو له د 5 ارب روپو په لګښت ډیجیټل اسکلز پروګرام تيار كړې دې د كوم د لارې به چې ځوانانو ته عصري ډیجیټل اسکلز ښودلې شي چې ورسره به ځوانانو په كور كښې پاتې كېدو سره د عزت روزګار ترلاسه كولو جوګه شي۔ د ګرېژن کیډټ کالج کوهاټ کارکردګي ستائلو سره هغه ووئيل دې ادارې په لږ وخت كښې د هېواد د اولني صف ادارو كښې خپل مقام جوړ كړی دې۔ هغه د اولس سباؤن ګرځولو سره په كېډټس زور راوړو چې نه يوازې دا چې دوئي د خپل مور پلار د هيلو لمخې كار وكړي بلكې زيات شوق او جذبې سره د زده كړو ترلاسه كولو سفر روان وساتي۔ په دې موقعه اعلی وزير ادارې لپاره د 100 ملينه روپو ګرانټ هم اعلان كړو۔