پېښور ۔26فروری(اے پی پی) په خېبر پختونخوا كښې دا مهال د فارن فنډز لاندې د 687 اربه روپو ماليت په 60 بېلو پرمختيائي منصوبو پېشرفت روان دے په كومو كښې چې د 97 اربه روپو ماليت خېبرپختونخوا سټیز امپرومنټ پراجېکټ ، د 42 اربه روپو کے پی هائېډرو پاور پراجېکټ، د 9.5 اربه روپو کے پی ری کنسټرکشن پروګرام، د 14 اربه روپو مالیت کے پی انټګرټېډ ټوارزم پراجېکټ، د 11 نيم اربه روپو ماليت خېبرپاس اکنامک کورېډور او نورې مهمې منصوبې شامل دي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په ياد كړې شويو منصوبو د اطمينان وړ عملدرآمد روان دې۔ د سرکاری دستاوېز لمخې په دې منصوبو د پېشرفت باوري كولو په لړ كښې ډونر ادارو سره د اړوندو مسئلو په وخت حل كولو له د ډونر ادارو چارواكو سره د غونډې كولو پرېكړه شوې ده