كوئټه 23 فروری(اے پی پی) د خزانې صوبائي وزير حاجي نور محمد دمړ د پاكستان پيپلز پارټي لارښود رحمان ملك په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده غم جنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئېلې دي د هېواد او جمهوريت لپاره به د سېنېټر رحمان ملك خذمات تل ياد ساتلے شي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي