د اولس مشر ممنون حسېن د نسټ او چين پیکنګ پوهنتون د سېوري لاندې د بيجنګ فورم پرانستې په مهال خطاب

APP78-24 ISLAMABAD: May 24 - President Mamnoon Hussain addressing Beijing Forum Islamabad-2016 at National University of Sciences and Technology (NUST). APP

اسلام آباد ۔ 24 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاك چين اقتصادي راهداري د فعاله او تند رفتاره سيمه ايزو رابطو سره سره به چين د”يوې سيمې ٬ يوې سترې لارې” تاريخي تصور سره نړۍ نوې پړاؤ ته ورسوي ۔ دا به د پرمختګ او امن او استحكام دور وي۔ چين نړۍ كښې د يو لوبغاړي په حېث ګټور او مثبت كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د نسټ او چين پیکنګ پوهنتون د سېوري لاندې د بيجنګ فورم پرانستې په مهال خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سائنس او ټېكنالوجۍ او دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ٬ خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز ٬ د پيكنګ پوهنتون كونسل چيئرمېن پروفېسر زو شان لو ٬ پاكستان كښې د چين سفير سن وی ډونګ، د نسټ رېكټر انجینئر محمد اصغر، د پیکنګ پوهنتون دوهم صدر ډاکتر لی ین سانګ او د نسټ سلاحكار عامر هاشمی هم موجود وؤ۔ اولس مشر ووئيل دا د خوشحالۍ موقعه ده چې چين څخه بهر د بيجنګ فورم اولنۍ غونډې له اسلام آباد ټاكلې شوې او دا د چين په پاكستان د باور څرګندونه ده۔ اولس مشر هيله ولرله چې بيجنګ فورم به خپلو مقاصدو كښې كامياب شي۔ اولس مشر ووئيل دا دواړو ادارې د مباركۍ مستحقې دي۔ ده ووئيل پاك چين اړيكې نړۍ له د يو مثال حيثيت لري۔ د نړيوالو مسئلو حل او د سيمه ايز امن او استحكام لپاره په نړيوالو فورمونو دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د منځنۍ آسيا ٬ سوئيلي آسيا ٬ لوئيديز چين او منځني ختيز په سنګم پروت دے۔ د دې سيمې٬ د بحرهند او بحر اوقيانوس لمن دومره پراخه ده چې دې څخه د نړۍ قامونه ګټه پورته كولو او د خوشحالۍ منزل ته رسېدې شي۔ په دې مهال اولس مشر ممنون حسېن اسلام آباد كښې د بیجنګ فورم 2016ء باقاعدہ پېل كولو اعلان وكړو۔ دې څخه وړاندې خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيزخپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكې نړۍ لپاره مثال لري۔ دا اړيكې ټول عمري مخ په وړاندې تللي دي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت نړيوال امنيت او امن لپاره تر ټولو لوئے چېلنج دے۔ چين د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو اعتراف كوي۔ پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ خپل خطاب كښې ووئيل د اولس مشر ممنون حسېن د بيجنګ فورم پړانستې دستوره كښې ګډون د پاكستان حكومت لخوا چين سره د اړيكو اهميت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل دا په اولني ځل شوي چې د بيجنګ فورم دستوره چين څخه بهر كولې شي او كوم اولس مشر په دې كښې په اولني ځل ګډون كوې۔ دستورې ته د نسټ پوهنتون رېكټر او د پيكنګ پوهنتون كونسل چيئرمېن پروفېسر زو شان لو هم خطاب وكړو