وزيراعظم عمران خان د تحريك انصاف كاركن عارف راز په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د تحريك انصاف كاركن عارف راز په مړينه خواشيني ښودلې. د خالي په ورځ د غمرازې په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د تحريك انصاف د پرجوش نظرياتي كاركن عارف راز په مړينه غم جن شوے يم. عارف راز 25 كاله وړاندې په پي ټي آئي كښې ګډون كړے و او په هره سخته كښې ئې د ګوند ملګرتيا كړې. وزيراعظم عمران خان د ارواښاد عارف راز كورنۍ سره غمرازي وكړه او كورنۍ لپاره ئې د زغم دعا وكړه.