د وزيراعظم د چين دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمب كړي۔پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)چين لپاره د پاكستان پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي وئېلي دي پاكستان او چين خپلو كښې قوي اړيكې لري او د وزيراعظم عمران خان د چين دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔دې د زيارت په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې هيله څرګنده كړه چې پاكستان او چين نزدې ملګري دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې به په سباؤن كښې لا قوي شي۔دې ووئيل پاكستان سره د چين حكومت مرسته به د لوبو پشمول په ټولو څانګو كښې زياته شي۔دې ووئيل چين د كشمير پشمول په مهمو مسئلو عمر له د پاكستان ملاتړ كړے۔