دوزیراعظم په نوشكي اوپنجګور كښې دترهګر بريدونو په تمبولود امنيتي ځواكونو ستائنه

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د بلوچستان په نوشكي او پنجګور ضلعو كښې په پوځي كېمپونو د ترهګرو بريدونو په شا تمبولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړي دي۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل مونږ د بلوچستان په پنجګور او نوشكي سيمو كښې په پوځي كېمپونو د ترهګرو د بريدونو په شا تمبولو خپلو اتلانو ځوانانو ته سلام وړاندې كوؤ۔ هغه ووئيل ټول اولس خپلو ځواكونونو سره ولاړ دے كوم چې زمونږ تحفظ او دفاع له پرله پسې قربانۍ وركوي۔