لاهور 01 فروري (اے پي پي) د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار سره د اسلاميه يونيورسټۍ په بغداد كېمپس كښې د بهالپور ډويژن د قامي او صوبائي اسبملۍ غړو ليدلي دي ۔ په دې موقع پارلماني غړو بهالپور ډويژن لپاره د نيا پاكستان قامي صحت كارډ په اجراء د وزيراعليٰ عثمان بزدار مننه كولو سره ووئيل دا د تحريك انصاف د بهالپور ډويژن لپاره لويه ډالۍ ده۔ وزيراعظم عمران خان او د وزيراعليٰ عثمان بزدار دا اقدام به د ډويژن اولس عمر له ياد ساتي