د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په سول قانون كښې د اصلاحات كولو په بابله غونډه

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د انصاف په سول او د فوځدارۍ نظام په قوانين كښې ضروري بدلون كولو سره په هېواد كښې د انصاف نظام موثره كولو او دې ته د بې وسه رسنه باوري كوي،د كال 1908 نه پس په وړومبي ځل حكومت په سول قانون كښې بدلون كوي، په يوه پېړۍ پخوانو قوانينو كښې د اصلاحاتي بدلون پحقله په ماضي كښې يو حكومت سوچ هم نه دے كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په سول قانون كښې د اصلاحات په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دا د هېواد بدمرغي ده چې د ماضي واكمنو په دې قوانين كښې بدلون نه دے كړے او د دې لوي سبب د اشرفيه د دې قوانينوپه شا د قانون د ګرفت څخه خپل ځان لپاره د تېښتې لاره ساتل وو۔ ده ووئيل په اوسني حكومت كښې عدليه آزاده ده، حکومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل پاكستان كښې د قانون سرلوړۍ لپاره اصلاحات كوي، د انصاف سمدستي او باوري رسنې نېغ په نېغ تعلق د ګورننس بهترۍ سره دے۔ ده ووئيل اولس ته په سمدستي توګه او ارزان انصاف وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ دغسې غونډه د حكومت په درې كلنه موده كښې د نافذ كړو اصلاحاتو او د راتلونكې لائحه په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول د وراثتي سرټيفکيټ وركول په اسلام آباد كښې د جنوري 2021، پنجاب او سندھ كښې د جون 2021 او خېبر پښتونخوا كښې د دسمبر 2021 نه باوري كړے شوے او په بلوچستان كښې هم د دې قانون په منظورۍ په تندۍ سره كار روان دے، تر اوسه په مجموعي توګه د نوي نظام له مخې په پنځلسو ورجو كښې لسو زرو 485 كورنيو ته وراثتي سرټيفکيټ ترلاسه شوے، اووسيز پاكستانيز له د وراثتي سرټيفکيټ ترلاسه كولو لپاره بهر هېوادونو كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې 22 كاٶنټر جوړ كړې شوي چې پكښې 12 هېوادونه شامل دي۔ غونډې ته ووئيل شول مېرمنو ته د وراثتي حقونو تحفظ لپاره د قانون له مخې د يو كال په لږه موده كښې په اسلام آباد كښې په 198 كښې 136، په پنجاب كښې په 810 كښې 122 او په خېبرپښتونخوا كښې په 421 كښې د 78 کېسز پرېكړه شوې ، د ذكر شوي قانون له مخې مېرمنو ته په وراثت كښې برخه باوري كړې كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول د انصاف په سول او فوځداري قوانين كښې اصلاحاتي بدلون نه پس به نه يوازې د انصاف په عمل كښې تېزي راشي بلكې الېکټرانك شواهد، الېکټرانك اېف آئي آر او نورو اقداماتو څخه به د حكومت د قانون سرلوړي او د امير او غريب لپاره د يو قانون منشور عملي كړے شي۔ دغسې وزيراعظم په دې اقدامات په ترجيحي بنيادونو عمل كولو، د ادارو ترمېنځه د روابط قوي كولو او د مرستې زياتولو سره د ټولو شتراكتدارو په اعتماد كښې د اخستو امر وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو بېرسټر فروغ نسيم، چوهدري فواد حسېن، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د پنجاب وزيرِاعليٰ سردار عثمان بزدار، د قانون وزارت لپاره پارلماني سېکترې مليکه بخاري او نورو لوړ پورو ګډون وكړو او د خېبر پښتونخوا وزيرِاعليٰ محمود خان او د قانون صوبائي وزيرانو راجه بشارت، فضل شکور خان او اړوند صوبائي چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو