مظفر آباد 25 جنوري (اے پی پی) د كشمير د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري انوارالحق تش په نامه د هند د جمهوريه ورځې پحقله وئيلي دي هند د جنورۍ په 26مه نيټه د نړۍ په سترګو كښې خاورې اچولو لپاره د جمهوريه ورځې به لمانځل د دې ثابتولو ناكامه هڅې كوي چې ھغه يو جمهوري هېواد دے او هلته هر كس سره يو برابر سلوك كېږي٬ هند په اقليتونو او كشميريانو ظلمونه كوي٬ ځكه هند د جمهوريه ورځ لمانځلو حق نه لري۔ خپل بيان كښې ده ووئيل په حقيقت كښې هند خپل هېواد د جمهوري هېواد بللو حق نه لري او نه به نړۍ له په دې باور وركولو كښې كامياب شي چې نړۍ به د دوي خود ساخته جمهوريت څخه متاثره شي۔ چوهدري انوارالحق ووئيل نړيوالې ورورولۍ او نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو له پكار دي چې ھغوې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د ظلمونو له امله د هند اصل څېره بې نقابه كړي او هندي ظلمونه ختمولو لپاره خپل مثبت كردار تر سره كولو سره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق له كردار ولوبوي، په دې صورت په منطقه كښې د امن ضمانت وركړے كېدے شي