پېښور ۔21جنوری (اے پی پی) اطلاعاتو لپاره د خېبر پختونخوا د اعلی وزير خاص مرستيال بېرسټر علي سېف په متحده عرب امارات كښې د حوثيانو لخوا د توغندي بريد په نتيجه كښې د پاكستاني وګړي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ هغه د قطبي وزيرستان مير علي سيمې سره د تعلق لرونكي معمو داوړ بخښنې او لوړو درجه له دعا هم وكړه۔