د وزيراعظم د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو دوهم سپريم كمانډر محمد بن زېد ته ټېلېفون، د حوثي مليشيا د ناوړه ترهګر بريد سخته غندنه

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو دوهم سپريم كمانډر محمد بن زېد سره ټېلېفوني تماس ونيولو او د روانې مياشتې په 17 مه نېټه په ابوظهبي كښې د عامو وګړو په مركز د حوثي مليشيا لخوا د ترسره شوې ناوړه ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره يۍ د متحده عرب امارات مشرتابه ٬ حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم په دې موقعه ووئيل چې دا ډول بريدونه كوم جواز نه لري او په سمدستي توګه بايد د دې مخنيوې وكړې شي ځكه چې دا سيمه ايز امن او سلامتيا سخت خطر سره مخ كوي۔ وزيراعظم عمران خان د دې بريد په نتيجه كښې ځپلې شويو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له يۍ دعا وكړه۔ ولی عهد محمد بن زېد د بشپړه ملاتړ په څرګندونه د وزيراعظم مننه كولو سره په دې دړدېدلې پېښه كښې د پاكستاني وګړي په حق رسېدو غمرازي هم ښكاره كړه۔