د هېواد په سياست كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)كوم سباؤن نشته۔وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې د هېواد په سياست كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)كوم مستقبل نشته ٬د (ن)ليګ مشرتابه رويه غېر جمهوري ده٬۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف جمهوري سياسي ګوند دے او په جمهوري اقدار پوخ باور لري۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل موجوده حكومت د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره جامع حكمت عملي اختيار كړې او نړيوالې ورورولۍ هم د پاكستان حكومت د پالېسيو اعتراف كړے۔ده ووئيل د پي ټي آئي مشرتابه دانشمندانه پالېسو په سبب د هېواد معيشت په سم لوري روان دے او د هېواد هرې څانګې څخه مثبت اشاريې تر نظره كېږي