د كومو غړو چې كومې ادارې سره مفادات تړلې وي هغوي له دې د قائمه كمېټو مشري ورنه كړې شي۔د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د كومو غړو چې كومې ادارې سره مفادات تړلې وي هغوي ته دې د قائمه كمېټو مشري ورنه كړې شي٬د هېواد په زندانونو كښې موجود 61 زره بنديوان په معمولي جرائمو كښې ككړ دي د كومو په ضد چې په عدالت كښې مقدمې روانې دي او هغوي ته سزاګانې هم نه دي اورولې شوي ٬ ده ووئېل دا ايوان دې پريكړه وكړي چې نېب ځپليو ته د بهر تللو اجازه نه وركوي او په معمولي جرائمو كښې د ككړو خو څوك خبره هم نه وي٬د هغوي خبره دې هم دلته وكړې شي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د قائمه كمېټو په غونډه كښې سنجيده بزنس كېږي٬كه د چا كومه چاره وي نو هغوي دې د كمېټۍ برخه جوړ كړے شي