اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د سوئيلي پنجاب صوبې قيام د پاكستان تحريك انصاف منشور دے. ده دا خبرې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د نهې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د سوئيلي پنجاب په اړوندو چارو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو سره د سوئيلي پنجاب اولس سره كړے لوظ ترسره كړے. ده ووئيل د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو لپاره مطلوبه قانون سازې لپاره نورو سياسي ګوندونو ته د خبرو بلنه وركوو