د ټي بي رنځ په وخت تشخيص سره درملنه ممكن ده او ژوند بچ كيدے شي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د تپ دق په اړه دستورې ته وينا

APP63-180122 ISLAMABAD: January 18 – President Dr Arif Alvi addressing the End TB Summit at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي تر 2030 هېواد څخه د ټي بي ختمولو هدف سر كولو له د بشپړه اقداماتو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دې هېواد كښې د ناروغيو په اړه خبرتيا زياتيږي ، تپ دق رنځ په وخت تشخيص سره درملنه ممكن او ژوند بچ كيدے شي، ميډيا دې خبرتيا كمپائن كښې د حكومتي هڅو بشپړه مرسته وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ايوانِ صدر كښې د ټي بي مخنيوي په اړه كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔دستوره كښې د نړيوالو ادارو نمائندګانو ، پارلماني غړو ، طبي پوهانو او سفارت كارو ګډون كولو۔ صدر ووئيل د ټي بي په تير وخت كښې درملنه نه كيدله ، ټي بي داسې رنځ نه دے كوم چې پټ وساتلے شي،اوسنيو كښې د روغتيا په څانګه كښې زياتې كاميابۍ ترلاسه شوي ، په پوليو قابو موندلو له تر ډيره حده كامياب شوې يو ۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په افغانستان كښې هم په پوليو قابو موندلو له هڅې روانې دي ، غذائي كمے يوه مسئله ده ۔ صدر ووئيل نړيوالو ادارو د ټي بي مخنيوي لپاره لويه مرسته كړي ، صحت كارډ د غريبانانو لپاره لوئ نعمت دے ۔ صدر ووئيل چين ګڼ وګړي د غريبۍ څخه وېستلي، پاكستان د كورونا اثرات څخه بچ كولو له چمتو دے ، په ښه تګلاره په كورونا وبا قابو موندلے شوے ، ده ووئېل هيله لرو چې سباؤن كښې به د ټي بي رنځورانو شميره كمه شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ټي بي په اړه خبرتيا ته اړتيا ده۔پارليماني سيكرټري ډاكټر نوشين حامد، بلوچستان د روغتيا وزير احسان شاه، د قامي صحت وزارت جوائنټ سيكرټري محمد بشير كھيتران، اداكار فيصل قريشي او نورو شخصياتو هم دستورې ته وينا وكړه او هېواد كښې د ټي بي ختمولو لپاره ئې د حكومتي هڅو ذكر وكړو۔ صدر مملكت دستوره كښې د روغتيا څانګه كښې په خدمات تر سره كولو شخصيات له شيلډز وركړل