د سبي مشكاف سيمه كښې د ريلوے ټريك سره په ځائې كړي مائن چاوډلو په نتيجه كښې دوه كسان ژوبل شول۔ ليويز چارواكي

كوئټه 18 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان سبي ضلعې مشكاف سيمه كښې د ريلوے ټريك سره نزدې په ځائې كړي مائن چاؤدلو په نتيجه كښې دوه كسان ژوبل شوې۔ ليويز ذريعو له مخې دا چاؤدنه هغه وخت شوې كله چې پينډۍ ته روان جعفر ايكسپريس هلته څخه تيريدلو۔د چاؤدنې سره د كوئټې څخه د مسافرو ټرين درې ډبۍ پټرۍ څخه كوزې شوي۔ريلوے چارواكو او امدادي كارمندانو بم ډسپوزل اسكواډ ډلې سره د پېښې ځاے ته رسيدلې او د چاؤدنې نوعيت په اړه ئې پلټنې پيل كړي دغسې ژوبل كسان ئې نزدې روغتون ته رسولې دي