
پېښور ۔17جنوری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د نوموړي اداكار رشيد ناز په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ اعلی وزير محمود خان د رشيد ناز كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره د ارواښاد بخښنې او د غمجنې كورنۍ صبر او زغم له دعا وكړه۔ هغه ووئيل د غمجنې كورنۍ په غم كښی يو برابر شريك يؤ۔ محمود خان زياته كړه چې د اداكارۍ په څانګه كښې به د ارواښاد خذمات تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔