پېښور 17جنوری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اطلاعاتو خصوصي مرستيال بېرسټر محمد علي سېف د اداكار رشيد ناز په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل د رشيد ناز په ډول فنكار په پېړو كښې پېدا كېږي ٬ نن د اداكارۍ د فن يو ځلېدونكې ستورې ډوب شوے۔ خصوصي مرستيال ووئيل ارواښاد رشید ناز په ځائي او نړيواله كچه د خپلې اداكارۍ د لارې د خېبر پختونخوا نامه روښانه كړه۔ هغه ووئيل ارواښاد د ځانګړې صلاحيتونو مالك وو۔ خصوصي مرستيال ووئيل فن لپاره به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔