
ساهیوال 25 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت په ورځ د ساهیوال کول پاور د 660 مېګاٶاټ منصوبې د وړومبي يونټ پرانسته كړې كومه چې د پاك چين اقتصادي لارې په ترجيحي منصوبو كښې شامل ده۔ د ساهیوال کول پاور پراجېكټ د 660 مېګاٶاټ په دوه يونټو مشتمل دے دغسې دا د 1320 مېګاٶاټ مجموعي پېداواري استعداد وړ منصوبه ده چې ورسره به هېواد كښې د توان بحران خاتمه كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر پنجاب محمد رفیق رجوانه، وزیراعلیٰ شهباز شریف، د وفاقي كابينې غړي ، پاکستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ او نور اعلٰې چارواكې موجود وو۔ وزیراعظم د منصوبې په باضابطه توګه پرانسته وكړه ۔ په دې موقع د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او سلامتيا له دعا هم وكړې شوه۔ په دې موقع وزیراعظم محمد نواز شریف ته اړوند چاوراكو بريفنګ وركړو۔ د منصوبې وړومبي يونټ د مئي په 12مه نيټه كال 2017 څخه د برېښنا پېداوار پېل كړې دے او دوېم يونټ به د جون په وړومبۍ اونۍ كښې پېداوار پېل كړي او دغسې به جون كښې د دې منصوبې پېداوار 1320 مېګاٶاټ ته ورسي٬ او دا منصوبه قامي ګرډ سره تړلے شوې۔ وفاقي او د پنجاب حكومت د منصوبې په بشپړېدو كښې معاونت كړې۔د سكرو ترسيل لپاره د پنجاب حكومت پاكستان رېلوے ته قرضه وركړې او د منصوبې لپاره د سكرو ترسيل په كاميابۍ سره روان دے۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د مئي په 30 نېټه كال 2014 كښې د دې منصوبې د بنياد تيګه اېښې وه او د دې د ټاكلې شوې مودې نه 6 مياشت وړاندې صرف په 22 مياشتو كښې د برېښنا پېداوار پېل كړې او دا يو رېكارډ دے۔ دې منصوبې څخه به د 8.11 روپۍ د يونټ په سر ارزانه برېښنا ترلاسه شي، دا د جديد سپر كرېټيكل ټېكنالوجۍ په سوب د انسان صحت او ماحول لپاره محفوظ منصوبه ده۔پلانټ لپاره د چين څخه تربيه ترلاسه كوٶنكي 190 انجيئران كار كوي