د صوبائي وزير راجه محمد بشارت د پير صاحب كرمانواله شريف په مړينه غمرازي

لاهور۔15جنوری(اے پی پی) د قانون او پارليماني چارو صوبائي وزير راجه محمد بشارت د سجاده نشين دربار كرمانواله شريف او د صوبائي وزير سيد صمصام بخاري ورور محترم بير سيد مير طيب علي شا بخاري په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې هغه ووئيل چې د پير صاحب د لكھونو په شمېر مريدانو او مينه والو سره هم غمرازي كوم۔ هغه دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔