د عوامي نېشنل پارټۍ د پېښور سټي ډسټركټ تنظيم غونډه

پېښور 13 جنوري (اے پي پي)دعوامي نېشنل پارټۍ د پېښور سټي دسټركټ كابينې غونډه د سټي صدر حاجي عابد الله يوسفزئي په مشرۍ كشې وشوه۔په غونډه كښې د سټي صدر حاجي عابد الله يوسفزئي د سټي كابينې غړو ته په بلدياتي ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔د سټي جنرل سېكرټري او د ميئر شپ كانديد حاجي شېر رحمان غونډې ته د وېنا كولو په مهال د كابينې د غړو مننه وكړه چې هغوي په بلدياتي ټاكنو كښې مرسته كړی۔د سټي وياند ناظم امانت علي باچه ووئيل د باچا خان او خان عبدالولي خان په كليزه كښې به د پیښور سټي څخه يو لوي جلوس په جلسه كښې ګډون كوي