پېښور 13 جنوري (اے پي پي) پخواني وفاقي وزير سليم سېف الله خان د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د وړوكې ورور سالار سنجراني په مړينه اسلام آباد كښې غمرازي ښكاره كړې او په ټرافېكي پېښه كښې په حق رسېدلي بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔سليم سېف الله خان د سېنېټ چيئرمېن د وړوكې ورور په مړينه د افسوس څرګندونې سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔