د پېښور په درې ټيچنګ روغتونونو كښې د كورونا وائرس رنځوروانو شميره 58 ته ورسيده

پېښور 13جنوري (اے پي پي) د پېښور په درې ټيچنګ روغتونونو كښې د کورونا وائرس رنځورانو شميره 58 ته رسيدلې ده۔ د خېبر ټيچنګ روغتون انتظاميې له مخې په روغتون كښې د كورونا وائرس 16رنځوران بستر دې دغسې د کورونا رنځورانو لپاره 122 كټونه ، 28 وينټي ليټرز بيل كړې شوې دي، په روغتون كښې کورونا 5 رنځوران زيات نګهداشت بائي پيپ او په وينټي ليټرز دې۔حيات آباد ميډيکل کمپليکس انتظاميې له مخې په روغتون كښې د کورونا وائرس 33 رنځوران بستر دي دغسې په روغتون كښې د كورونا رنځورانو لپاره 122 كټونه او 38 وينټي ليټرز بيل كړې شوې دي چې پكښې په 9 وينټي ليټرز رنځوران پراته دي،د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس 4 رنځوران روغتون كښې بستر دې دغسې 4 رنځوران ښه شوې دي كوم چې ډسچارج کړې شوې۔ د ليډي ريډنګ روغتون انتظاميې له مخې په روغتون كښې د كورونا وائرس 9 رنځوران بستر دې،د تيرو 24 ساعتونو په مهال يو رنزور داخل كړې شوې دغسې په آئي سي يو كښې دوه رنځوران بستر دي۔