تعليم يافته مېرمنې د قامي په پرمختګ كښې مهم كردار لري٬تندرفتاره پرمختګ لپاره به مېرمنو له خپل موثر كردار ترسره كول وي

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي تعليم يافته مېرمنې د قامي پرمختګ وده كښې مهم كردار لري٬تندرفتاره پرمختګ لپاره به مېرمنو له خپل موثره كردار ترسره كول وي٬د هېواد د نيمې نه زياته آبادي د پرمختګ د چوكاټ نه بېله نه شي ساتلې كېدې۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په رفاه نړيوال پوهنتون كښې د مېرمنو د كېمپس پرانستې دستورې ته د وېنا كولو پھ مهال وكړی۔اولس مشر ووئيل دا خبره ضروري ده چې مېرمنې لوړی زده كړی وكړي او د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې خپل كردار ترسره كړي چې دغسې د قامي پرمختګ رفتار زيات شي۔اولس مشر ووئيل د صنفي امتياز خاتمې او د يو ډول حقوق وركولو سره محرومۍ ختمېدې شي۔د قامي پرمختګ مقاصد ترلاسه كولو لپاره سړو سره مېرمنو ته هم خپله برخه اچول دي۔ده ووئيل د مېرمنو ګډون سره به نه يوازې د هېواد افرادي قوت يو په دوه شي بلكې پھ بېلا بېلو څانګو كښې به د پوھانو شمېره هم باوري شي۔ده تجويز وركړو چې د ايليمنټري او د پرائمري كچه تعليم دې مېرمنو ته وسپارلې شي ځكه چې دوي كم عمره زده كونكو سره ښه سلوك كول او د مضبوط علم په بنياد نوې نسل تيارولې شي۔اولس مشر ووئيل بايد د رسمي تعليم نه علاوه د زده كوونكو تربيت او كردار سازۍ ته هم پام وكړی شي۔اولس مشر ووئيل د دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان په نګرانۍ كښې د تعليم نوې نصاب جوړېږي۔ده باور څرګند كړو چې دې سره به د ټولنې پھ بېلا بېلو طبقو كښې د امن او همغږۍ جزبه وده وكړي۔اولس مشر ووئيل د حضور پاك ۖ فرمان دے چې علم ترلاسه كول په هر سړي او ښځه لازم دے۔ده ووئيل د پاكستان آئين هم د صنفي امتياز نه بغېر د تعليم يو ډول موقعو ضمانت وركوي خو د هېواد د ځينې ځايې رواياتو له امله ځينې خلق مېرمنو ته د تعليم وركولو نه لرې دي۔ده ووئيل د هېواد د نيمې نه زياته آبادي د تعليم نه لرې ساتل په سماجي لحاظ په هېڅ ډول د قبلولو جواز نه لري او دا د آئين د روح هم په ضد خبره ده۔اولس مشر ووئيل په دې لړ كښې رفاه پوهنتون زده كونكو لپاره بېل كېمپس جوړولو سره يو درست اقدام كړی۔ده تجويز وركړو چې بايد د هېواد نور پوهنتونونه هم د دې پيروي وكړي۔ده ووئيل د تعليم وزارت او د لوړو زده كړو كميسون هم دا ذمه واري ده چې هغه د دې رجحان ډاډګيرنه وكړي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په راتلونكي وخت كښې به داسې نورې كېمپسې هم جوړی كړی شي۔اولس مشر ووئيل داسې رواجونه هم شته چې جينكۍ يو خاص عمر ته د رسېدو نه پس خپل تعليم نيمګړې پرېږدي ۔دې سره د ماشومانو د لوړو زده كړو په مهال بې شمېرې وسيلې ضائع كېږي۔۔حضرت خديجه (رض)به پھ څو هېوادونو كښې د كاروبار چارې ترسره كولې۔۔پھ دستوره كښې د رفاه پوهنتون چانسلر حسن محمد خان او وائس چانسلر ډاكټر انيس احمد هم موجود وو۔