لاهور 12 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بھټو زرداري د لاهور پريس کلب نوو ټاكلو عهديدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د لاهور پرېس كلب خبريالانو جمهوريت او د رائے اظهار لپاره په شوو هر ډول هڅو كښې تاريخي كردار لوبولے ۔ د لاهور پرېس كلب نوي صدر اعظم چوهدري٬ عمومي سېكتر عبدالمجيد ساجد او نورو په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې ده دا هيله څرګنده كړه چې نوي باډي به د لاهور پرېس كلب د غوره رواياتو امين ثابت شي