د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د پاکستان تحريک انصاف لارښود سيد غوث علي شاه وليدل

کراچۍ 12جنوري (اے پي پي) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د پاکستان تحريک انصاف لارښود سيد غوث علي شاه په ګورنر هاٶس كراچۍ كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع سيد صفدر علي شاه او بېرسټر مصطفٰې مهېسر هم دوي سره موجود ؤ ۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري اعلاميې له مخې په ملاقات كښې په سندھ كښې په پرمختيائي منصوبو او د موجوده سياسي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔