پېښور 12 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور كښې د كچه كور د چت لوېدو په پېښه كښې د مور پشمول 4 لوڼه په حق رسېدلې دي. د نجي ټي وي چېنل له مخې په پېښور كښې تهكال سره نزدې په انقلاب كالونې كښې د اوسنيو سختو بارانونو نه پس د يو كچه كور چت رالوېدلې. په پېښه كښې 5 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. د خبر له مخې په مړو كسانو كښې مور او 4 لوڼه شاملې دي. ژوبل شوي كسان خېبر ټيچنګ روغتون ته رسول شوي دي او حالت ئې د خطر نه بهر ښودل شوے.