د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د كور چت لوېدو په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني وښودله

پېښور 12 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې محمود خان په ارباب روډ پېښور كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې د پنځو كسانو په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې د ځپلې كورنې په غم كښې برابر شريك يو. د غمرازې په خپل يو پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې په حق رسېدليو ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.