كوئټه 11 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيكر مطيع الله آغا سره د هغه د خور په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو غم جنې كورنۍ سره د زړه د كومې د يوالي څرګندونه كولو سره د ارواښادې بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا كرې