كراچي 11 جنوري (اے پي پي)د پاك فضائيه الوتكو د 13 پروازونو د لارې د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو ته د مرستې او خوراك سامان رسولے ۔د نهې په ورځ د جاري شوې اعلامي له مخې د پاك فضائيه 130- C الوتكو د 131.887 پاؤنډ څخه زيات د مرستې سامان چې پكښې راشن٬د څښكلو پاكې اوبه٬داروګان٬كمبلې او خيمې شاملې دي ځپليو سيمو ته رسولے ۔پسني كښې د پي اے اېف ډاكټرانو او پيرامېډيكل عملې په نګرانۍ كښې پي اے اېف مېډيكل كېمپ وړاندې څخه سېلاب ځپليو كسانو ته 24 ساعته طبي آسانۍ وركوي۔د دې نه علاوه پي اے اېف چورلكې د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو كښې برخه اخلي