لاهور 11 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود جمشېد اقبال چيمه وئيلي دي چې اپوزيشن په هره معامله كښې ” زه نه منم” وائي، دوي ته د حكومت د غره پشان كاميابې هم په نظر نه راځي. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې مخالفين دې بېرته اقتدار ته د راتللو خوبونه ليدل پرېږدي. د لانګ مارچ يا شارټ مارچ به په حكومت هېڅ آغېز ونه شي. دوي په بند لار كښې ولاړ دي.