د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم خان د كورونا په رنځ اخته شو

اټك 11 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم خان د كورونا په رنځ اخته شو. هغه د كورونا ټېسټ مثبت راتللو نه پس ټول مصروفيات ترك كړي او خپل ځان ئې په كور كښې قرنطينه كړے دے. د ملك امين اسلم د سوشل مېډيا كوآرډينېټر عامر عتيق د دې خبرې تصديق كړے.