اولس له د كور په درشل د انصاف وركړه د ستائنې وړ ګام دے

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن اولس له د كور په درشل د انصاف وركړه د ستائنې وړ ګام ګرځولو سره ووئېلې دې ٬ بايد محتسب د پرېكړې كولو او ګيله كوٶنكې له د اسانۍ وركولو سره سره په بد انتظامۍ كښې ككړو اهلكارو ته سزا هم اوروې۔ ده دا خبرې د وفاقي محتسب پلاوي سره كړې چا چې د سلمان فاروقي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔د ټېكس وفاقي محتسب عبدارٶف چوهدري هم په دې موقع موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل د قوانين مقصد اولس له ستونزې پېدا كول نه بلكې د دوي مرسته او آسانۍ وركول دي۔ اولس مشر هيله ولرله چې په بېلا بېلو سركاري څانګو كښې د كار جاج لپاره د وفاقي محتسب 7 كمېټۍ به اولس له ښه خدماتو لپاره حكومت ته په زړه پورې٬ موثره او د عمل وړ وړاندېزونه وركړي